ایکنا نیوز د ثقلیّن خبری چینل له قوله راپور راکړ، د ؛ورټل ؛ د قرآن د ترتیل دنړیوالو سیالیو دریمه مرحله نهائي مرحلې ته د لاره موندونکو اتو غوره قاریانو په معرفي کیدا سره پاي ته ورسیده.
په دغو اتو قاریانو کې د ایران حسین عزیزي ،د افغانستان محسن شجاعي،له ایرانه مجتبی محمد بیګي، له عراقه منتظر رعد خالد، له افغانستانه مصطفی جیدي،د عراق حیدر زامل ، له پاکستانه انعام الحق او د مصر محمود ابراهیم فتحي شامل دي.
د سیالیو د دریمې مرحلې قضاؤت هم له مصره د غږ داؤر شیخ محمد علی جبین، د ابتدا او وقف قاضي له عراقه شیخ مهدي قلندر البیاتي،د کویت د لهجې د برخې قاضي عباس البلوشي او د دایران د نغمو قاضي ، سید عباس انجم په غاړه ؤ.
د ؛ورټل ؛ د قرآن کریم د قرائت نړیواله ټيلیویژني سیالۍ په روژې مبارکې میاشتې کې د مکې په وخت څلور نیمې بجې خپریږی، او له ثقلین چینل څخه او د ددغه چینل له انټرنیټي پاڼو څخه د سهار وختي دوه بجې بیا خپریږي.
د یادولو ده چې ورټل سیالۍ د قرآن کریم د قرائت لپهر یوه داسې نړیواله ټيلیویژني سیالۍ ده چې د نړیوالې رسندوئې د فعال او قاري احمد نجف په وسیله برابره او وړاندې شوې ده او د الثقلین سپوږمکیز چینل څځه خپریږي.
د ترتیل په تلاؤت کې د ؛ و رټل ؛ قرآنی نړیوالې او ټيلیویژنی سیالۍ د لومړي ځل لپاره داسلامی نړۍ په سویه تیر کال د ثقلین نړیوال چینل په ویاړ سره پلان او د روزې دمبارکې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه ددغه نړیوال چینل له سټوډیو څخه خپره شوه.